نړیوال کریکټ

فاف ډوپلیس او کاګېسو رباډا سوېلي افریقا لوبډلې کې شامل شو

فاف ډوپلیس چې د کریکټ له درې واړو فارمیټونو لوبډلمشرۍ څخه یې د پرېښودو رسماً اعلان وکړ او پر ځای یې د سوېلي افریقا لوبډلې افسانوې لوبغاړی کوینټن ډیکاک لوبډلمشر وټاکل شو. ډیکاک د توپ وهنې تر څنګ یو ښه ویکټ ساتوونکی هم دی. چې اوس د سوېلي افریقا لوبډلې نوې ګمارل شوي لوبډلمشر دی.

تازه د سوېلي افریقا دغه دوه لوبغاړي چې له لوبډلې څخه څه موده وړاندې لرې پاتې شوې وه یو ځل بیا د اسټرالیا پر وړاندې راتلونکي شل اورېزو لوبو لړۍ کې شامل شوي دي.

په ورته حال کې ټیمبا باوما چې د انګلینډ پر وړاندې یې د لوبډلشمر کوینټن ډیکاک سره توپ وهنه پیل کړې وه، یو ځل بیا په لوبډله کې اخیستل شوي دی او د اسټرالیا پر وړاندې به ولوبېږي، مګر د باوما شتون په لوبډله کې د فټنس تابع دی.

سوېلي افریقا لوبډلې ۱۶ کسیزه نوملړ د اسټرالیا خلاف:

کوینټن ډی کوک (لوبډلمشر/ویکټ کیپر)، ټیمبا باوما (د فټنس تابع) فاف ډو پلیسیس، راسي وین ډیر دوسن، ډیویډ میلر، پیټ وان بلجون، ډیوین پریټوریس، انډیل پیهلوکویو، جون جون سمس، کاګیسو ربادا، تبریز شمسي، لانګي اینګیډي، بورن فورټیوین، انریچ نورټجي، ډیل سټین، هینریش کلااسین.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې