دلوبغاړو په اړه

سوېلي افریقا ولې د اي بي ډویلیرز بیرته راستنیدو ته اړتیا لري؟

اي بي ډویلیرز چې د کریکټ لوبو څخه یې تقاعد اعلان کړې وه، اوس یو ځل بیا نوموړی غواړي چې په ۲۰۲۰ شل اورېز نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې په ګټه ولوبېږي. نوموړي په داسې مهال کې له کریکټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړ چې هغه په هند غوره لیګ کې د بنګلور چېلنجرز لوبډلې لپاره ولوبېد او وروسته یې په ۲۰۱۸ کال کې یې په نړیواله کچه له کریکټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړ چې ډویلیرز دا مهال ۳۳ کلن وه.

خو په ۲۰۱۹ کال کې داسې انګرنې پیدا شوې چې د نوموړي د بیا راتګ هیله یې پیدا کړه او د اي بي ډویلیرز مینه والو لپاره یې ښه خبر ورکړ خو په ورته وخت کې د سوېلي افریقا لوبډلې روزنکي وویل مونږ به اي بي ډویلیرز ته وخت ورکړو چې تر څو ځان ثابت کړې چې ایا هغه چمتو دی چې د سوېلي افریقا له پاره نړیوال شل اورېز جام کې ولوبېږي.

اي بي ډویلیرز دا مهال ۳۸ کلن دی. خو نوموړی لا هم د تل په څېر کریکټ ترسره کولی شې. ډویلیرز په بیګ باش لیګ پای لوبه کې یوه ښه او په زړه پورې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړه. هغه په بیګ باش لیګ پای لوبه کې ۳۷ بالونو ۷۱ سترې منډي وکړي. او دا یې ثابته کړه چې هغه اوس هم د تل په څېر بریدګره توپ وهنه کولی شې.

نړیوالو رسنیو پر وینا، که دوی د اي بي ډویلیرز په بیا راتګ کې زیات تم پاتې شې نو دا به د سوېلي افریقا لپاره په پای کې ډېر بد تمام شې. نړیوالې رسنۍ په دې اند دي چې د ډویلیرز بیا راتګ سوېلي افریقا لپاره د بریا زنګ دی او باید چې نوموړی ژر تر ژره په لوبډله کې شامل کړای شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې