دلوبغاړو په اړه

راس ټلیر وایي، ۲۰۲۳ نړیوال جام ته به مخه نه کړي

د نیوزیلینډ کریکټ لوبډلې نوموتی لوبغاړی راس ټیلر وایي، ۲۰۲۳ نړیوال ۵۰ اورېز جام ردوي او وایي چې په ۲۰۲۳ نړیوال پنځوس اورېز جام کې به ونه لوبېږي.

د یادولو وړ ده، چې دغه ۳۵ کلن لوبغاړی به په نړۍ کې لومړی نمبر توپ وهوونکي وي چې د کریکټ په درې واړو بڼو (فارمټونو) کې يې ۱۰۰ لوبې ترسره کړي دي. نوموړی به خپله سلمه لوبه د فبرورۍ په ۲۱ مه نیټه هند خلاف ترسره کړي.

ټیلر پر وینا، “ما د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره خپل ځان لا ندی لرې کړی خو فکر کوم چې دا هم اوږده لاره ده زه غواړم چې راتلونکې شل اورېز جام کې ولوبېږم او بیا لاړ شم. او که چيرې زه ښه فټ وم او چمتوم نو زه به ۲۰۲۳ نړیوال پنځوس اورېز جام ولوبوم.”

راس ټیلر د خپلې سلمې ټېسټ لوبې ترسره کولو ته زیات انتظار دی او خوښ دی چې نوموړی به په خپل کریکټ سیالیو کې سلمه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې