نړیوال کریکټ

آئي سي سي د 2023-2031 کلونو په اوږدو کې د شل اوریز او پنځوس اوریزه لوبو مهالویش ترتیب کړ!

لندن: د کریکټ نړیواله شورا (آی سي سي) په پام کې لري چې په 2021 کې شل اوریز نړیوال جام او په 2023 کې پنځوس اوریز نړیوال جام ترسره کړي. د (ای ایس پي این کریکینفو) په راپور کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به د نړۍ غوره ټیمونه ولري چې 48 لوبې به کوي، چې دا هغه ټیمونه دي چې تیر کال د 50 اوریزه نړیوال جام په جریان کې لوبیدلي و.

آی سی سی وړاندیز سره سم، د دوی کالینډر یا مهالویش پدې ډول دی:
په 2024 او 2028 کې شل اوریز کپ او په 2025 او 2029 کې د پنځوس اوریز جام اتلولي، په 2026 او 2030 کې د شل اوریز نړیوال کپ بل پړاو سره، په 2027 او 2031 کې د نړیوال پنځوس اوریز جام.
آی سی سی بشپړ غړیو هیوادونو ته د مارچ تر 15 پورې وخت ورکړل شوی ترڅو د 2023-2031 دوره کې د نړیوالو لوبو لپاره خپل پلان او داوطلبي دوی ته وسپاري.

دا وړاندیز کیدای شي د بنګلدیش، اسټرالیا او انګلنډ لپاره ښه نه وي، ځکه چې دوی د خپلو لوبډلو لپاره په پراخه توګه لوبې لري!
که دا وړاندیز د آی سی سی لخوا دوی ته ورکړل شي نو دوی د دوه اړخیزه سیریزونو لړیو ترسره کولو کې کموالی راولي، او ممکن د اړوندو بورډونو لپاره زیانونه ورسوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې