لیګونه

ډیل سټین اعلان وکړ چې هغه به د PSL پنځم پړاو کې د اسلام اباد یونایټډ لپاره ولوبېږي

د سوېلي افریقا تکړه لوبغاړي ډیل سټین اعلان کړی دی چې نوموړی به د پاکستان سوپر لیګ ۵ پړاو لوبو کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې په ګټه ولوبېږي. د سټين پر وینا، چې هغه چمتو دی تر څو د اسلام اباد یونايټډ لوبډلې لپاره سیالۍ ترسره کړي.

د یادولو ده چې پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو ټولې سیالۍ به په پاکستان کې ترسره کېږي. چې دا به په تاریخ کې د پاکستان لپاره لومړی ځل وي چې سوپر لیګ ټولې لوبې به یې په پاکستان کې ترسره شي. له دې وړاندې به یې ځینې لوبې د امنیتې ستونزو له کبله بهر له پاکستان څخه ترسره کیدلې.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو به د فبرورۍ په ۲۰ مه نیټه پیل شي.

په پاکستان سوپر لیګ کې د ډیل سټین ګمارنه د پاکستان کریکټ بورډ لپاره لوی هڅونه ده څوک چې غواړي ډیر شمیر بهرني لوبغاړي پاکستان ته راستون کړي.

پاکستان په دې وروستو کې په دې هڅه کې دی چې نړیوال کریکټ یو ځل بیا خپل هېواد ته راستون کړي چې تر دې دمه په خپلو هڅو کې بریالی بریښې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې