نړیوال کریکټ

نیوزلینډ دټیسټ لپاره په کم تغیر لوبډله اعلان کړه

د هند لوبډله د دري اړخیزه لوبو لپاره نیوزلینډ ته تللي چي د شل اوریزو لوبو سریز ۰-۵ هند وګاټه، د یو ورځنیو لوبو سریز ۰-۳ نیوزلینډ وګاټه او اوس د دوه ټیسټ لوبو لړۍ پیلیږي. چي نیوزلینډ ورته په کم توپیر لوبډله اعلان کړه.
په نیوزلینډ لوبډله کي یواځي ایجاز پټیل د راتلونکو دوو ټیسټ لوبو کرار توپ اچونکي په توګه اخستل سویدی.
کایل جیمیسن چي تیرکال داسټرالیا خلاف د لوکي فرګوسن تر خوږ کیدو ورسته لوبډله کي اخستل سوی و دهند خلاف یي هم په یوورځنیو لوبو کي تر ښه لوبو کولو وروسته ټیسټ لوبډلي ته شامل سو. که څه هم الراونډر ډاریل میچل وروسته له ډیره وخته لوبډله کي شامل سوی نوموړي وروستۍ لوبي دتیر دوبي منځ کي دانګلنډ خلاف هیملټن کي کړي وي.

جیمیسن به دبریدګري توپ اچوني لپاره د دریو چټکو توپ اچونکو ټرینټ بولټ، ټیم ساوټي او نیل واګنر شاته ښه انتخاب وي. بولډ وروسته له هغي لوبډلي ته راستون سوی چي نوموړي داسټرالیا خلاف په میلبورن کي دټیسټ لوبي په جریان کي لاس مات کړ.پټیل خپله وروستي ټیسټ لوبه دسریلانکا خلاف ۲۰۱۹ کال اګسټ کي کړي وه، له هغه وروسته نیوزلینډ چپ لاسی سپین توپ اچونکی میچل سانټنر ولوباوه. دنیوزلینډ په لوبډله کي: کین ویلیمسن لوبډل مشر، ټام بلینډل، ټرینټ بولټ، کولین ډي ګرانډهم، کایل جیمیسن، ټام لتام،ډاریل میچل، هینري نیکولاس، ایجاز پټیل، ټیم سوټي، روس ټایلر، نیل واګنر او بي جي والټنګ.
لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جمعي په ورځ شروع کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې