دلوبغاړو په اړه

فاف ډوپلیسیس د درې واړه فارمټونو له کيپتانۍ څخه استعفا وکړه

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي،فاف ډوپلیسیس،له درې واړه فارمټونو څخه استعفا وکړه.فاف څه موده مخکي د پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبې د کيپتانۍ څخه لرې کړې شو او پر ځای ځوان لوبغاړي ،کوینټن ډي کاک،وټاکل شو.نوموړي نن رسماً د شل اوریزه پنځوس اوریزه او د ټیسټ کرکټ د کيپتانۍ څخه استعفا وکړه،فاف برحاله د ټیسټ لوبې کيپتان و خو د کوینټن ډی کاک، د لوبې تر کتو وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه،اود کيپتانۍ د هر ډول فارمټ څخه یې د تل لپاره مخه ښه وکړه.هغه په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، ځوان لوبغاړي ځلیږي،د سویلي افریقا کرکټ نوی پړاو ته داخلیږي،نوې پوهه، نوې رهبرې،نوې ستراتیژې،هر څه بدلیږي زه به د یولوبغاړي په حیث په درې واړه فارمټونو کې لوبیږم او خپلې مشورې به د نوې کيپتانانو سره شریکوم.ډی کاک، پر خپله کيپتانۍ کې ډېر ښه وځلید او لا د سویلي افریقا لوبډلې ته پرمختګ ورکولای شي.لا تر اوسه د سویلي افریقا کرکټ بورډ د فاف ډوپلیسیس پر استعفا څه ندې ویلي.
ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې