نړیوال کریکټ

عمر اکمل د (این سي ای) د مشر روزونکي سره د شخړې له امله تر پوښتنې لاندې راغلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عمر اکمل، پر خپله تېره قضېه پښېمانې ښودلې.عمر اکمل د فیټنیس له وجې د ملي ټیم څخه لرې پاتي دی،هغه د شعیب ملک، او د محمد حفیظ،په راتګ هېله تر لاسه کړې چې په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې به د پاکستان په ګټه ولوبیږي.نوموړي د فیټنیس په ازموینه کې د
NCA
د مشر روزونکي سره لفظې لانجه وکړه چې سمدلاسه یې راپور د کرکټ بورډ مشر انتخاب کوونکي مصباح الحق، ته ورسېد.د پلټنو او معلوماتو وروسته عمر اکمل وبښل شو او بغیر له جرمې پرته بیرته خپل کرکټ ته راستون شو.مصباح د عمر په اړه وویل مونږ د پخوانیو لوبغاړو څخه دا ډول تمه نه لرو خو بیا هم اکمل د پاکستان لپاره ډېره ښه کرکټر پاتي شوی.عمر اکمل د پاکستان د
T20
نړیوال جام سیالیو ته د راستنیدو لپاره چمتوالی نیسي
که څه هم هغه په ​​دې وروستیو کې له ملي لوبډلې څخه لرې شوی ، عمر اکمل احساس کوي چې هغه کولی شي ډیر ژر نړیوال کرکټ ته راستون شي.عمر به دپاکستان په پي ایس ایل کې نور هم ځان کرکټ بورډ ته راښکاره کړې تر څو یې په ملي لوبډله کې له ځانه سره ونیسي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې