نړیوال کریکټ

سیمی یو ځل بیا د پاکستانیو زړونه وګټل

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر ډیرن سمي د پنځم پړاو پاکستان سوپر لیګ د کورني ترافیک په اړه نظر څرګند کړ. او پر وینا یې چې پاکستان یې دوهم کور دی.

دغه افسانوې لوبغاړی په دې اند دی چې د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو به د نورو پړاونو په پرتله غوره او جالب وي. سیمي وویل “زه واقعیاً غواړم پنځم پړاو سوپر لیګ د دې ټولو څخه غوره وګڼم. د لوبغاړو او مداحانو په توګه راځم چې نړۍ ته وښیو چې دلته د کریکټ لوبیدل څومره ښه خبره ده. ” سیمی لومړنی بهرنی لوبغاړی دی چې کراچۍ ته د پاکستان سوپر لیګ لوبو لپاره راغلی.

نوموړي د پنجشنې په ورځ په ملي لوبغالي کې تمریناتې سیشن کې برخه واخیسته. او هغه وایي چې زه پي سي ایل لوبو ته زیات لیواله یم او انتظار ورته نور نه شم کولی.

هغه د پیښور زلمي لوبډلې په ګټه لوبېږي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د پاکستان سوپر لیګ جام هم وګټلو. سیمي وویل، “زه نشم کولی چی د پاکستانې مینه والو په وړاندی لوبې ته انتظار وکړم. دا یو عالي احساس دی. ما مخکې ویلي دي چې ما په خپل ټول ژوند کې په کور دننه او کور کې د کریکټ لوبه کوله. زه ګورم چې څنګه د کور خلک د خپلو لوبغاړو لیدو سره مینه لري.”

د سیمی اړوند لوبډله پیښور زلمي به خپله لومړۍ لوبه د کراچۍ کینګز پر وړاندې د فبرورۍ په ۲۱ مه نیټه ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې