دلوبغاړو په اړه

ایا شهزاد محمدي به راتلونکي نړیوال جام کې ولوبیږي؟

شهزاد محمدی چې د کرکټ بورډ د اصولو د پرله پسې سرغړونې په تور د نا معلومې مودې لپاره له بندیز سره مخ شوی و، چې د هر ډول کورني او نړیوال کرکټ څخه منع اعلان شوی و!
خو وروسته بیا د کرکټ بورډ له لوري د ده د بندیز نیټه معلومه شوه او اجازه ورکړل شوه چې ټي ټيڼ لیګ کې ولوبیږي!

اوس پوښتنه دا ده چې ایا شهزاد محمدي به راتلونکي نړیوال جام کې ولوبیږي؟
شهزاد وایي: د بندیز تر ختمیدو وروسته پوره اماده دی چې بیرته کرکټ ته راشي، د شهزاد محمدي بندیز د راتلونکي جون میاشتې پر 23 تاریخ ختمیږي، خو کرکټ بورډ بیا وایي چې د بندیز له ختمیدو وروسته به د شهزاد کارکردګۍ کتل کیږي، که چیرې کارکردګي یې ښه وه نو ده ته به په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام او ایشیا کپ کې د لوبیدو حق ورکړل شي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې