افغانستان کریکټ

کابل کې د تېزو بالرانو تمریناتې کمپ پیل شو

د افغانستان کریکټ بورډ له لوري نن په کابل سر پټې کریکټ اکاډمۍ کې د څلورو اونیو تمریناتې کمپ پیل شو. د دغو تېزو بالرانو په تمریناتې کمپ کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

د دغه تمریناتې کمپ روزونکی دولت احمدزی دی. د دولت احمدزي پر وینا، په دې لومړي پړاو کې به د لوبغاړو پر تخنیکي، تکتیکي، ذهنې او فزیکې پیاوړتیا باندې کار ترسره شې.

د یادولو ده چې افغانستان کریکټ بورډ په دې وروستیو کې د افغان لوبغاړو په تکړښت، ذهنې پیاوړتیا، فزیکې پیاوړتیا او همدغه شان یې د لوبغاړو پر نورو مهمو برخو باندې کار پیل کړی دی چې پایله به یې وروسته په ډاګه شې.

دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د تېزو یا چټکو توپ اچوونکو لپاره تمریناتې کمپ سرپټې کریکټ اکاډمۍ کې پر لاره اچول کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې