لیګونه

ممبی انډیانز لوبډلې خپل نوی پلان اعلان کړ!

ممبی انډیانز خپل پلان اعلان کړ!
د ممبۍ انډینز دا مهال د هند غوره لیګ کې ترټولو بریالي ټیم دی چې په خپل نوم د آی پی ایل څلور اتلولی له ځانه سره لري، ممبی لوبډلې، د کلونو په اوږدو کې تل ځوانانو ته دا فرصت ورکوي چې خپله وړتیا څرګنده کړي، او د نړۍ په کچه نړیوالو لوبډلو سره لوبه وکړای شي.

د ممبی لوبډلې د سږ کال ای پی ایل لپاره بشپړ پلان او همغږي ترتیب کړه تر څو د آی پی ایل د تیرو اتلولیو دفاع وکړي! دوی د 2020 لیلام کې، د ناتن کولټر-نیل او کریس لین په څیر پیاوړو لوبغاړو په ترلاسه کولو سره خپل ټیم لاهم پیاوړی کړ، پداسې حال کې چې دوی د ټرینټ بولټ ویاړ هم لري. د د ممبی لوبډلې کپتان روهېت شرما د غوره لوبغاړو په لیست کې خورا غوره لوبغاړي انتخاب کړي دي.

چې ښه مثال یې د وروڼو (کرونال پنډیا، هارډیک پنډیا) دی چې دوی تل خپلې لوبډلې ته ښه ثابت شوي دي! هاردیک به د اوږدې مودې ټپ وروسته بیرته لوبډلې ته راستون شي، پنډیا د ممبی لوبډلې لپاره زیات ارزښت لري.
ممبی لوبډلې څلور ځله د IPL اتلولي خپله کړيده او سږ کال به د خپلې اتلولی څخه دفاع کوي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې