نړیوال کریکټ

مشفیق الرحیم د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبې ته راستون شو

د بنګله دېش لوبډلې پیاوړی ویکټ کیپر او توپ وهوونکی مشفیق الرحیم چې پاکستان ته یې د تګ څخه انکا کړی وه، تازه نوموړی اوس د بنګله دېش لوبډلې په ۱۶ کسیزه نوملړ کې شامل شوي دی.

د بنګله دېش لوبډلې رزونکي رسل ډومینګو ټېنګار کړې وه، چې نوموړی باید په بنګله دېش لوبډله کې شامل شي.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټېسټ سیالۍ د فبرورۍ له ۲۲مې نیټې راهیسې پیل شي. چې وروسته به د مارچ په لومړۍ نیټه درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریرزې سیالۍ پیل شي.

د بنګله دېش لوبډلې ۱۵ کسیزه نوملړ:

مومن الحق (لوبډلمشر) ، تمیم اقبال ، سیف حسن ، نجم الحسن ، مشفق الرحیم ، محمد میتون ، لیتون داس ، تایجول اسلام ، ابو جاوید ، نعیم حسن ، عبادات حسین ، تسکین احمد ، مهدي حسن ، مصطفی الرحمن ، حسن محمود ، یاسر علی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې