لیګونه

سنرایزر حیدرآباد لوبډله په مهمو تغییراتو کار کوي!

سنرایزر حیدرآباد لوبډله په مهمو تغییراتو کار کوي، ځکه چې دوی په تیرو څو فصلونو کې یو څه خراب شوي وو، دوی تیرو څو کالونو کې په دې ندي توانیدلي چې اتلولي په خپل نوم کړي! نو اوس دوی د اوپنرانو لپاره مهم پلان ترتیب کړ چې د توپوهنې اړخ ته قوي والی ورکړي.

کین ویلیامسن د آی پي ایل 2018 کال تجربه لري، چیرې چې هغه د ټورنمنټ ترټولو لوړې منډې ترلاسه کونکي په توګه پاتې شوی دی.

کین ویلیامسن او ډیویډ وارنر به د سږ کال IPL لیګ کې د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې لپاره ډیر ښه ثابت شي. ځکه دوی دواړه د کپتانۍ غوره تجربه لري. که څه هم ویلیمسن په دریم نمبر بیټ کوي، هغه د توپ وهنې له هر تخنیک سره پوره بلدیت لري! په حقیقت کې ، هغه په تیرو وختونو کې د SRH لپاره اننګز خلاصوونکی لوبغاړی دی، او په معقول ډول بریالی هم دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې