نړیوال کریکټ

د هند لوبډلي ته ښه خبر ددوي دتیز بالینګ تشه ډکه شوله

دهند لوبډلي تیز بالر ایشانت شرما په بنګلور کي په ملي اکاډمۍ NCA کي دخپل فټنس ازموینه کي ترکامیابیدو وروسته ديته اماده دی چي دنیوزلینډ خلاف راتلونکو دوو ټیسټ لوبو کي ولوبیږي. کریک انفو ویب پاڼي ته درسیدلو معلوماتو لمخي شرما به نن یکشنبه پرواز وکړي او په ویلنګټن کي به دخپلي لوبډلي سره یوځاي سي. شرما یوه میاشت وړاندي په رنجی ټرافي سیالیو کي د دفاعي اتلي ویدربا لوبډلي خلاف خپله راسته پښه خوږ کړي وه

او د نیوزلینډ خلاف ټیسټ کي لوبیدل یي شکمن و.ځکه چي د درېیمه درجه سیالیو څخه یي شپږ هفتي استراحت ورکړی و. بیا هغه دخپل فټنس ازمویني لپاره NCA ته ولاړ ترڅو ځان جوړ وښیي ځکه دټیسټ سکواډ کي دشاملیدو لپاره نوموړي ته لومړی هدف د فټنس ازموینه وه. شرما به د بریدګرو توپ اچونکو له اړخه له جسپریت بومرا، محمدشامي، اومیش یادو او نوډیپ سني سره یوځاي سي. شرما دهند په وروستي سفر کي چي نیوزلینډ ته په ۲۰۱۳-۱۴ کي ډیر ویکټ اخستونکی و، چي دوو ټیسټ لوبو کي یي ۱۵ ویکټي اخستي وي. شرما په وروستیو کلونو کي د ټیسټ لوبو دتیزو توپ اچونکو رهبر و، چي دخپلي لوبډلي سره یي مرسته وکړه ترڅو دآی سي سي په درجه بندۍ خپل غښتلی ځواک لا پیاوړئ کړي. اوپه روانو ټیسټ اتلولیو کي یي ټولي ۳۶۰ نمري اخستي دي. هغه د هند لپاره د ډیرو ویکټ اخستونکو په قطار کي د ۲۰۱۷-۱۸ کلنو راهیسي دوهم دی. یواځنی محمد شامي دی چي په ۱۹ ټیسټ لوبو کي یي د ۲۰،۱۷ په اوسط ۷۴ ویکټي ترلاسه کړيدي.هغه په ۹۶ ټیسټ لوبو کي برخه اخستي او ددي کال په وروستیو کي به داسټرالیا خلاف درو نمرو ترلاسه کولو سره دفټنس یو عنوان وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې