ولایتي سیالۍ

د خوست رسنیز جام پنځم پړاو کرکټ سیالۍ

راپور: نورالله سیلاب؛

د خوست رسنیز جام پنځم پړاو کرکټ سیالۍ د سولې پیغام راډیو په بریا سره پیل شوې.تیره ورځ په خوست ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو تر منځ پنځم پړاو کرکټ سیالۍ پیل شوې. اته لوبډلې پکې شاملې دي او پنځلس ورځې به داوم وکړي. یادې سیالۍ چې د سولې پیغام او ولس زرغون راډیوګانو په لوبې سره پیل شوې، د پرانیستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ د مس عینک زون مسؤل، د خوست کرکټ مسؤل د خوست ولایت ټولو ورزشي خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو، کارکوونکو او مینوالو ګډون کړی وو.
دغه سیالۍ، چې د رسنیو په مالي لګښت تر سره کیږي ترې موخه د رسنیو تر منځ همغږي او د اړیکو پیاوړتیا ده.

په یادو مراسمو کې د مس عینک زون د کرکټ مسؤل خوشال نیازي پخپلو خبرو کې یادې سیالۍ ډېرې ګټورې وبللې او په راتلوونکي کې یې رسنیو لپاره د دغسې نورو سیالیو برابرولو وعده هم وکړۀ، چې د دوی په مالي لګښت به تر سره کیږي. دغه لوبه چې له ولس غږ راډیو او سولې پیغام راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده ټاس (پچه) د سولې پیغام راډیو لوبډلې کپټان وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړۀ وکړۀ. په پوره دوولسو اورونو کې یې د ولس زرغون لوبډلې ته د ۹۹ منډو هدف وټاکه؛ یاد شوی هدف ولس زرغون لوبډلې تر لاسه نشو کړی دوی په دوولسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۲ منډې تر لاسه کړې او لوبه یې په ۷ منډو سولې پیغام لوبډلې ته وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه د سولې پیغام راډیو لوبډلې لوبډلمشر کیهان شاه ته ورکړل شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې