
د بارباډوس ټرایډز لوبډله د سږ کال کارابین لیګ کې له خپلې اتلولی دفاع کوي!
لیکنه: نورالله سیلاب
د جیسن هولډر په مشرۍ د بارباډوس ټرایډز دفاعي اتلان دي؛ د کارابین پریمیر لیګ (سی پی ایل) د 2020 کال سیالۍ د اګست په 19 پیل کیږي او د سپټمبر تر 26 پورې به دوام وکړي. دا لیګ په 2013 کې پیل شوی او د اوو بریالي پړاوونو شاهد دی. په تیر پړاو کې د جیسن هولډر په مشرۍ د بارباډوس ټریډیټس په ټرینیډاد لوبغالي کې په فاینل کې د ګیانا ایمیزون لوبډلې ته د ماتې ورکولو سره د اتلولۍ بریا خپله کړه. د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه الرونډر انډری رسل د خپل هیواد د لیګ په اړه وایي: “موږ ډیر خوښ یو چې په اګست او سپټمبر کې سیالۍ ترسره کوو، داسې یو موسم دی چې زموږ او زموږ مینه والو لپاره مناسب دی. د ټورنمنټ رسمي ویب پاڼه د رسل په حواله لیکي: د کرابین غوره لوبغاړو او د نړۍ ترټولو غوره بهرني لوبغاړي درلودل زموږ د سیالۍ اساس دی او دا موږ ته لا روحیه راکوي راکوي. رسل مخکې وایي: “موږ د 2019 کال سیالۍ څخه یوازې څو ورځې لرې یو، مګر موږ لا دمخه د راتلونکي کال لپاره پلانونه جوړوو تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د هغه پرمختیا او اقتصادي تاثیر لیدو ته دوام ورکوو چې CPL یې په تیرو کلونو کې لیدلي دي”
د ویسټ انډیز کریکټ (CWI) اجراییه رییس جونی ګریو وایی چې دا د دې کال په وروستیو کې په آسټرالیا کې دا سیالی د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره یو غوره چمتووالی دی. ګریو وویل: “هیرو سی پی ایل د نړۍ ترټولو غوره او په زړه پورې شل اوریز لیګ دی چې د شل اوریز کرکټ سیالیو ته یې زیاته وده ورکړه او موږ په راتلونکي میاشت کې د بل بریالي ټورنمنټ کوربه توب ته سترګې په لار یو” ده وویل:”موږ خوښ یو چې موږ یوځل بیا د 2020 کال پړاو لپاره زموږ په پلان کې د ویسټ انډیز غوره لوبغاړي شامل دي او نړیوال لوبغاړي به هم پکې برخه واخلي، ځکه چې سیالۍ د آی سي سي د شل اوریزه لوبو په چوکاټ کې جوړیږي” هغه زیاته کړه: د ویسټ انډیز لوبغاړي سریلانکا ته د خپل راتلونکي سفر لپاره چمتووالی نیسي. هلته کیرون پولارډ او نور لوبغاړي به په دریو پنځوس اوریزو او دوو شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.