نړیوال کریکټ

انګلنډ په سویلی افریقا کي بریالی سفر په بریا پایته ورساوه

دانګلستان لوبډله ددري اړخیزه لوبلړیو لپاره سویلي افریقا ته تللي وه، چي دټیسټ لوبو سریز ۱-۳ دوي وګاټه، دیو ورځنیو لوبو ۱-۱ مساوي سو او دشل اوریزو لوبو دلړۍ لومړۍ لوبه سویلي افریقا لوبډلي په یوه منډه وګټل، دوهمه لوبه انګلنډۍ لوبډلي په دوو منډو وګټل او نن د سریز وروستۍ لوبه ترسره سول. چي انګلنډ لوبډلي په پنځو ویکټو وګټل.
دلوبي پچه سویلي افریقا وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړه چي په ټاکلو شلو اورونو کي یي د شپږو لوبغاړو په دلاسه ورکولو انګلنډ لوبډلي ته ۲۲۳ منډي هدف وټاکه. چي دتوپ وهونکو له ډلي کلیزن ۶۶ ، باوما ۴۹ او ډیکاک او میلر ۳۵ منډي جوړي کړي. او انګلنډ ته ټام کرن او سټوکس ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
دیاد هدف په تعقیب انګلنډۍ لوبډلي ښه لوبه وکړه چي په ۱۹،۱ اورونو کي یي خپل پنځه لوبغاړي دلاسه ورکړه او هدف یي ترلاسه کړ. انګلنډ ته بیرسټو ۶۴ ، بټلر او مورګن ۵۷ منډي جوړي کړي. د توپ اچوني په برخه کي نګیډي ۲ لوبغاړي وسوځول.
دلوبي او سریز غوره لوبغاړۍ ایوین مورګن سو چي نن یي د ۲۲ توپونو په لوبولو او د اوو شپږیزو په مټ ۵۷ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي.
پدي بریا سره انګلنډ ۱-۲ سریز وګاټه او سویلي افریقا ته دانګلنډ لوبډلي بریالی سفر پایته ورسید.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې