دلوبغاړو په اړه

کرونیل پانډي کوهلي له اکشی کومار سره پرتله کړ

د ممبی انډینز مشهور الراونډر کرونیل پانډي دي وروستیو کي په مشهوره تلویزیوني خپرونه کي راڅرګند سو، چیري چي نوموړي له کرکټه تر بالیووډه د ډیرو موضوعاتو په هکله خبري وکړي. دخپروني کوربه کرن واحي له هغه څخه د ډانس حرکتونو ترسره کولو او د بالیووډ د مسلکي اداکارانو تر څنګ نوري ډیري په زړه پوري پوښتني وکړي. دغه الراونډر پداسي حال کي یادي خپروني ته ننووت چي د هاوس پول ۴ فلم (بالا) سندري ته یي پښه هم وښورول(نڅا وکړه). که څه هم نوموړي دخپلي خوښۍ فلم ګنګس آف واسيپور۲ ښودلی. کله چي نوموړی دخپلي خوښي اداکار په توګه وپوښتل سو کرونیل وویل چي هغه دځان او اجی دیوګن ترمنځ ډیر ورته والی مومي. د تیزو سوالونو او جوابونو په پړاو کي کرن واحي له نوموړي وغوښتل چي د کرکټر او بالیووډ لوبغاړو ترمنځ ورته والی ووایي، چي کرونیل داسي جواب ورکړ” چیلبول پانډي کیدرجادو دی، موګامبو شکرداون دی، راوډي راتور ویرات کوهلي دی او جی ویرو کرونیل او هارډیک دي” د کرکټ په نړۍ کي ډیر ځله کیدر جادو ځان له سلمان خان سره پرتله کړی یاد الراونډر دخپلي

سلیزي لمانځنه هم د دبنګ په سټایل کي کړي وه. دشکرداون بریتونه او شخصیت تل د بالیووډ له افسانوي اداکارانو سره مقایسه کیږي، داد حیرانتیا خبره وه چي کرونیل ویرات د کرکټ نړۍ له (راوډی راتور) سره مقایسه کړ، ځکه چي هندي کفتان د هغه چلند ډیر کار کړی. په پاي کي هغه خپل ځان او ورور هارډیک پانډیا د (جی او ویرو) په توګه ونومول ځکه چي دکرکټ په نړۍ کي دومره غوره جوړه بله نسي کیداي چي د بالیووډ له اداکارانو سره پرتله سي لکه پانډي وروڼه.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې