
پاکستان پخوانی لوبغاړی شعیب ملک ممکن، نړیوال جام وروسته تقاعد اعلان کړي
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی شعیب ملک ممکن، د راتلونکي شل اورېز جام کوم چې په اکتوبر میاشت کې پیلیږي چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به هم دغه نړیوال جام کې ولوبېږي. تازه د معلوماتو له مخې چې د پاکستان لوبډلې پخوانی وتلی لوبغاړی ممکن د شل اورېز نړیوال جام وروسته له کریکټ نړۍ څخه مخښه وکړي.
د یادولو وړ ده چې شعیب ملک له وړاندې له یو ورځینو او همدغه راز له ټېسټ لوبو څخه تقاعد اخیستې دی، خو په شل اورېزو لوبو کې اوس هم لوبېږي. ملک د جمعې په ورځ وویل، چې هغه به نړیوال جام ته نږدې له نړیوالو لوبو څخه خپل تقاعد اعلان کړي. هغه وویل، “ورلډکپ لاهم نزدې دی او زه فکر کوم چې اوس زما تمرکز د پاکستان سوپر لیګ (PSL) او د پاکستان لپاره راتلونکو لوبو ته دی. کله چې زه نړیوال جام ته نږدې کیږم زه به وګورم چې څه وکړم.” شعیب ملک، د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتی شوی دی.
شعیب ملک وایي، زه په دې هڅه کې یم او هغه څه ترسره کوم چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په ګټه وي. هغه همدغه راز PSL یا پاکستان سوپر لیګ یو ښه لیګ یاد کړ.