نړیوال کریکټ

میلمه لوبډله په دوه منډو ګټونکې شوه.

د افریقا او میلمه انګستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو په دویمه کې افریقا په ۲ منډو ماته شوه. د لوبې پچه انګستان وګټه او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. انګلستان په پوره ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې. توپ وهنه کې د انګلستان په ګټه جیسن رای په ۲۹ توپونو ۴۰،  جونی بریسټو په ۱۷ توپونو ۳۵، د لوبډلې کفتان مورګن ۲۷، سټوکس ۴۷ او موین علي په ۱۱ توپونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۳۹ چټکې منډې جوړې کړې.


د افریقا په ګټه توپ اچونه کې یوازې  نګیدی ۳ لوبغاړي اوټ کړل.
کوربنه لوبډله د ۲۰۵ منډو په ترلاسه کولو کې ناکامه او په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۲ منډو په کم توپیر وبیله.
د لوبډلې کفتان ډیکوک په ۲۲ توپونو ۶۵ ، ټیمبا بووما ۳۱ او ډسین ۴۳ تر نورو زیاتې منډې د افریقا په ګټه وکړی شوې.
توپ اچونه کې د انګلستانۍ لوبډلې په ګټه  مارک اووډ ، ټم کرن او جوردن ۲/۲ ویکټې واخستې.
تر دې وړاندې د سیریز په لومړۍ لوبه کې کوربنې لوبډلې انګستان ته په لومړۍ شل اوره لوبه کې د ۱ یوې منډې په کم توپیر ماتې ورکړې وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې