نړیوال کریکټ

مشفق الرحیم د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې ته د بریا وروسته ښه راغلاست وکړ

د بنګله دېش نولس کلنو لوبډلې چې د سوېلي افریقا په کوربه توب یې د نولس کلنو نړیوال جام له هندۍ نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې څخه وګټه او د لومړي ځل لپاره یې د نړیوال جام ټرافي خپل هېواد ته یوړه. چې ګڼ شمېر لوبغاړو د بنګله دېش کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې ته د یادې بریا مبارکې ورکړه.

په ورته وخت کې د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي مشفق الرحیم د بنګله دېش نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته د بریا مبارکې ویلې ده او د بنګله دېش نولس کلنو ملي لوبډلې ته یې د بریالي سفر پایته رسیدو وروسته ښه راغلاست وکړ. دغه ویکټ کیپر او توپ وهوونکي یو انځور خپور کړی دی چې نوموړی لیدل کېږي هغه میرپور کې د شیر بنگله ملي لوبغالي مخې ته ولاړ دی او له انځور سره یې لیکلي دي: “ماشاالله ویاړ ورونو!” په ورته وخت کې د بنګله دېش کریکټ بورډ مشر ویلي دي، د بنګله دېش لومړي وزیر شیخ حسینه به په راتلونکې اونۍ کې د ډهاکه په پراخه کچه سهروردي اډیان پارک کې د لوبغاړو لپاره عامه استقبال وکړي.
بنګله دېش نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد لپاره د انډر ۱۹ (نولس کلنو نړیوال) جام ټرافي وګټله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې