نړیوال کریکټ

عمر اکمل د پاکستان کریکټ بورډ بندېز څخه ښتدلی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهوونکی عمر اکمل په لاهور کې د ملي کریکټ اکاډمۍ کې د فټنس ازموینې پرمهال روزونکي ته د ناسمې څرګندونې په تور د پاکستان کریکټ بورډ له بندیز څخه تښتیدلی دی. عمر اکمل وروسته بښنه وغوښته ، افسوس یې څرګند کړ ، او د بورډ څخه یې بښنې غوښتنه وکړه.
د نوموړي ناسمې څرګندونې تېره میاشت د NCA په کریکټ اکاډمۍ کې د فټنس ازموینې پرمهال وشوې چې روزنکي عمر اکمل ته وویل فټنس مو سم نه دی او تاسې چاغ یاستئ.

چې په ورته وخت کې عمر اکمل روزونکي ته ځینې ناسمې څرګندونې کړي. چې وروسته بیا روزونکي دا مسله مصباح الحق ته وکړه، د ملي ټیم مشر روزونکی او لوی انتخاب کونکی، چې له بورډ څخه یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. بورډ خپل لوړ پوړی چارواکی او د ټېسټ پخوانۍ بیټسمین هارون رشید د تحقیقاتو کمیټې مشر په توګه وټاکه. اوس تمه کېږي چې عمر به لږترلږه جریمه شي، او احتمال یې د PSL وروسته ملي یو ورځینۍ جام ممنوع اعلان کړي. خو
په ورته وخت کې د پاکستان کریکټ بورډ ویلي دي،چې نوموړی به د مجازاتو له مخې پرېښودل شي. او دغه موضوع به په همدې ځای پایته ورسېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې