نړیوال کریکټ

راس ټیلر د کریکټ په درې واړو بڼو کې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلینډ تر ټولو تجربه لرونکی توپ وهونکی راس ټیلر د کریکټ په درې واړو بڼو (فارمیټونو) کې ریکارډ جوړ کړ. هغه د خپل هېواد او ځان لپاره په درې واړو فارمیټونو کې نږدې ۱۰۰-۱۰۰ میچونه ترسره کړي دي یا یې لوبولي دي چې په دې توګه یې د کریکټ په درې برخو کې ریکارډ جوړ کړ. هغه د یادې کارنامې په تړاو خوښ دی چې جوړه کړې یې ده.

نوموړي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې خپله نړیواله جایزه ترلاسه ګړله. هغه تر دې دمه پورې نږدې یو کم سل ټېسټ لوبې ترسره کړې دي. هغه به خپله سلمه ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ۲۱ مه په ویلینټن کې د هند پر وړاندې ترسره کړي. ټیلر وویل ، “زه له هغه څه ډیر خوښ یم چې ما په خپل کیریر کې هغه څه تر لاسه کړي چې ما یې غوښتنه کوله. زما په اند زه هغه څه کوم چې زه یې کول غواړم. ما تل د نیوزیلینډ لپاره لوبیدل غوښتل.” ټیلر وویل چې زما کورنۍ تل زما ملاتړ کړی دی چې له همدې کبله نن دومره مخکې تګ مې کړی دی.
د یادونې وړ ده چې راس ټیلر د خپل هیواد لپاره تر ۱۷،۰۰۰ ډیر نړیوال منډې کړي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې