دلوبغاړو په اړه

اپریدي خپلي نوي زیږیدلي لورته ښه راغلاست ووایه

مشهوره پاکستانی الراونډر پرون جمعه دپنځم ځل لپاره پلار سو. اپریدي دخپل ماما د لور نادیه اپریدي سره واده کړی، دپنځم ځل لپاره د لور برکت ترلاسه کړ. داپریدي نوري څلور لوڼي اقصا، انشا، اجوا او اسمارا دي. دغه پخواني پاکستاني لوبغاړي ټویټ کړی ترڅو د خپلو مینوالو او ملګرو ته ښه خبر ورکړي. هغه دخپلي نوي زیږیدلي لور انځور خپور کړی کوم چي د په غېږ کي ده او نوري څلور لوڼي یي څنګ ته ولاړي دي. اپریدي له الله ج څخه په خوشحالۍ مننه کړي چي ده ته یي دا قیمتي ډالۍ ورکړه. نوموړي ټویټ کړي: “د الله ج حمد اداکوم چي دابي پایه رحمت یي ماته راکړ مخکي یي ماته څلور ویاړلي لورګاني راکړي وي اوس یي الحمدلله پنځم برکت هم راکړ، داښه خبر زه دخپلو خیر غوښتونکو سره شریکوم”.

دپریدي دپاکستان د ښو لوبغاړو څخه وو چي له ټولو لوبغاړو ډیر مشهور او هم زیات مینوال لري. دغه تیز الراونډر د خپلي چټکي او بي رحمه توپ وهني له امله ډیر مشهور سو. چي وروسته دشل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لوبډل مشر هم وټاکل سو.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې