دلوبغاړو په اړه

افغان لوبډله ایرلینډ کې خو د توپ وهنې روزونکی یې psl لیګ کې تبصره کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یو میاشت وړاندې د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی هېلټن ډېن اکرمن نوی د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو.
لوبډله مو هند ته تللې او هلته به د مارچ میاشتې تر پیل تمرینات ترسره کوي، تر څو یادو سیالیو ته پوره چمتو شي.
خو تازه ptv sports د پاکستان psl لیګ د تبصره کوونکو نوملړ اعلان کړی، چې د افغان لوبډلې د توپ وهونکي اکرمن نوم هم لیدل کیږي.

لوبډله مو هند ته تللې او هلته یې تمرینات هم پیل کړي، ولې د لوبډلې د توپ وهونې روزونکی تر اوسه ندی لوبډلې سره یو ځای شوی؟

د نوي روزونکي میاشتنی معاش به له لس زره ډالرو پورته ټاکل شوی وي، لوبډله مو تمریناتو باندې بوخته ده،  خو نوی ټاکل شوی روزونکی یې د پاکستان psl لیګ کې تبصره کوي.

له دې معلومیږي چې د افغان کرکټ بورډ مشران نه د لوبډلې په قیصه کې دي او نه د افغانستان.
بې کفایته او په فساد ککړې ادارې له مشر به څوک د دې بې کفایتۍ پوښتنه وکړي؛ شته داسې څوک؟

شیر یې کړئ!

نظري

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې