دلوبغاړو په اړه

راشد ارمان غواړي په ټیسټ کرکټ کې پرمختګ وکړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر راشد خان ارمان، وایي زه غواړم په ټیسټ کرکټ کې ډېرې لاسته راوړنې ولرم،ځکه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ډېر کم وخت کیږي چې آی سی سي، دټیسټ کرکټ لوبو بشپړ غړیتوب ورکړی.زه هڅه کوم چې په ټیسټ کرکټ کې د خپلې توپ وهنې بڼه بدله کړم، ما پر خپله کيپتانۍ کې بنګله دیش لوبډله په ټیسټ لوبه کې ماته کړه اوس افغانستان یوازی څلور ټیسټ لوبې کړې.چې دوه یې ګټلې او دوه یې بیا بایللي ،راشد زیاتوي ټیسټ کرکټ کې به خپلې توپ وهنه کې تغیرات راولم زه باید ډېر تمرینات

وکړم او پر ټیسټ کرکټ کې ډېره خوارې وکړم مونږ که ډېرې ټیسټ لوبې تر سره کړو نو ښه راتلونکی به ولرو.دغه افغان لوبغاړی په شل اوریزه لوبو کې لومړۍ بالر دی چې په نړیواله کچه یې سل ویکټې ډېرې ژر پوره کړې. راشد د شل اوریزه لوبو فارمټ خوښوې او تر ټولو پکې غښتلی هم لیدل کیږي.هغه د استرالیا د بیګ باش سیالیو په لړ کې د توپ اچونې تر څنګ ډېره ګټوره توپ وهنه هم تر سره کړه.او هيله لري چې په راتلونکي آی پي ایل سیالیو کې هم ښه وځلیږې.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې