نړیوال کریکټ

بنګله دیش د دوو مهمو لوبغاړو پرته د زمبابوي کوربه توب کوي

بنګله دیش لوبډله به د کلیدي لوبغاړو سومیا سرکار او الامین حسین پرته ددي میاشتي وروستیو کي له زمبابوي سره دري اړخیزه لوبي وکړي. سرکار به د واده له امله دري یو ورځنۍ لوبي هم له لاسه ورکړي او الامین اوس هم شکمن دی ځکه چي هغه له ناروغۍ څخه ښه سوی دی. دبنګله دیش دانتخاب د کمیټي مسؤل منهاج الابدین کریک بز ویب پاڼي ته وویل” سومیا به د واده له امله دزمبابوی خلاف ټیسټ له لاسه ورکړي

او هم د پیل دري یو ورځنۍ لوبي” بنګله دیش لا له مخکي شکیب الحسن دلاسه ورکړی او مشفق الرحیم هم دپاکستان خلاف راولپنډۍ کي ټیسټ لوبه کي نه و چي بنګله دیش یاده لوبه په یوه پاڼۍ او ۴۴ منډو بایلوده. بنګله دیش به دزمبابوي کوربه توب کوي چي یوه ټیسټ، دري پنځوس اوریزي او دوي شل اوریزي لوبي ترسره کړي. ټیسټ به د فبرورۍ له ۲۲ تر ۲۶ مي او یو ورځنۍ به د مارچ له اولي تر شپږمي نیټي او شل اوریزي به د مارچ په نهمه او یوولسمه ترسره سي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې