لیګونه

بنګلور چلېنجرز لوبډله غواړي د خپلې لوبډلې نوم بدل کړي

د هند غوره لیګ یا آي پي ایل چې د نړۍ لومړی نمبر ستر لیګ دی، دغه لیګ کې کال په کال یو حیرانوونکی کار ترسره کېږي، چې هر پړاو یې ځانته پکې یو څه نوي وي خاطري لري په دغه لیګ کې ۸ لوبډلې شتون لري چې په دې ۸ لوبډلو کې یوه هم د هندۍ لوبډلې اوسنې لوبډلمشر وېرات کوهلي اړوند رایل چېلنجرز لوبډله ده چې لوبډلمشرې یې کوهلي پر غاړه لري.


تازه د وېرات کوهلي اړوند لوبډلې نوم ممکن راتلونکي اي پي آیل لوبو ۱۳م پړاو کې بدل شي. د معلوماتو له مخې چې د بنګلور چلنجرز لوبډلې نوم به د بنګلور څخه (بنگالورو) ته بدل کړل شي، چې ممکن تر راتلونکې فبرورۍ پورې یې نوم بدل شي او پر بنگالورو یې نوم چینج شي. د یادولو ده چې د بنکلور چلنجرز لوبډلې له خپل ټولنېزو رسنیو رسمي اکاونټونو څخه د پروفایل انځور لرې کړې دی او ممکن نوي انځور پر پروفایل باندې ولګوي.
تر دې دمه د یاد بدلون په تړاو د رایل چېلنرز لوبډلې چارواکو څه نه دي ویلي، خو ټاکل شوي ده چې تر راتلونکوو څلورو ورځو پورې یې د بنګلور څخه نوم بنګالورو ته واړول شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې