نړیوال کریکټ

ایرلنډ د افغانستان پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې په هند کې د دریو شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه چې دغه درې شل اوریزې سیالۍ به په هندوستان په اترپردیش په کریکټ ګریتر نوډیا ​​لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پیل شي. لومړۍ سیالۍ به د مارچ په ۶، دویمه سیالۍ مارچ ۸ مه نیټه دریمه او وروستۍ سیالۍ به د مارچ په ۱۰ مه نیټه ترسره شي.


د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې مشر انتخاب کوونکی انډریو وایټ، د یادې ۱۴ کسیزې لوبډلې د غوره کولو خوښ دی، هغه همدغه راز په ​​وروستي شل اورېزو لوبو لړیو کې د وېسټ انډېز خلاف د لوبو لپاره د ایرلنډۍ لوبغاړو ستاینه هم وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دوی د افغانستان خلاف ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي. د ایرلنډ لوبډلې ټیم سلیکټر وایي، د افغانستان پر وړاندې اعلان شوي لوبډله د وېسټ انډېز خلاف ښه ځلیدلی او له همدې کبله یې د افغانستان خلاف هم غوره کړې ده چې تر څو دوی په بشپړه توګه څرګنده کړي چې دوی وړتیا لري تر څو په راتلونکي شل اورېز جام کې ښه سیالۍ ترسره کړي. له ایرلنډۍ لوبډلې څخه مارک اډیر بهر شوي دی او پر ځای یې شین گیټکیټ ته فرصت ورکړل شوي، تر څو افغان لوبډلې پر وړاندې راتلونکي مارچ میاشت کې خپل بخت وازمایي.
د ایرلنډ ۱۴ کسېزه نوملړ افغانستان پر وړاندې: انډریو بلبیرني (کپتان) ، ګیرت ډیلي ، جورج ډوکریل ، شین ګیټکیټ ، جوش لټل ، بیري مک کارتي ، کیون اوبرائن ، بایډ رینکین ، سیمي سینګ ، پاول سټرلینګ ، هري ټیکټر ، لورکان ټکر ، ګاري ولسن ، کریګ یونګ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې