نړیوال کریکټ

افریقا انګلستان ته په یوه منډه ماتې ورکړه.

د کوربه افریقا او میلمه انګلستان ترمنځ لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د فیبرورۍ په ۱۲ نیټه ترسره شوه.
د لوبې پچه انګلستان وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. افریقا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سو ځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او ۱۷۸ یې انګلستان ته د ګټې لپاره هدف ورکړ. توپ وهنه کې د افریقا لپاره ټیمبا، بیما په ۴۳ منډې په ۲۷ توپونو، ډیکوک په ۱۵ توپونو ۳۱، ډسین په ۲۶ توپونو ۳۱ او میلر بیا ۱۶ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې. انګلستان لپاره جوردن ۲ خو موین علي او عدل رشید بیا ۱/۱ لوبغاړی اوټ کړ. میلمه انګلستان د ۱۷۸ منډو په ځواب کې ۱۷۶ منډې جوړې او لوبه یې په ۱ منډه افریقا ته وبیله.


توپ وهنه کې د انګستان په ګټه جیسن رای په ۳۸ توپونو ۷۰ منډې، خو مورګن بیا ۵۲ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه جوړې کړې، خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسیدی.
توپ اچونه کې د افریقا لپاره نګیدی ۳ او هنریکس ۲ انګستاني توپ وهونکي اوټ کړل. د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د فیبرورۍ د میاشتې په ۱۴ نیټه ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې