نړیوال کریکټ

یوراج سینګ او شاهد افریدی، لیواله دي چې هند او پاکستان سره دوه اړخیزه سیالۍ ترسره کړي

د هندوستان او پاکستان کریکټ ملي لوبډلو چې د تېرو څو کلونو راهیسې یې دوه اړخېزه لړۍ نه ده پیل کړې، پرته له نړیوال جام او اسیا جام څخه، مګر کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه اړخېزه لړۍ ترسره کېږي نو ډېره جالبه او په زړه پورې لوبه وي چې د هند او پاکستان سربیره په افغانستان کې هم دغې لوبې ته ګڼ شمېر مینه وال په تمه وي او غواړي چې لوبه له پیل څخه تر پایه پورې ننداره کړي. پر حال هر کله چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ وي نو دواړه کریکټ لوبډلې یو بل پر وړاندې خورا جدي سیالۍ ترسره کوي په تېره وېرات کوهلي.

خو په ورته وخت کې د پاکستان پخوانې افسانوې او د هندوستان یوراج سينګ د هندوستان او پاکستان ترمنځ دوه اخیزې لړۍ په تړاو خپل نظرونه وړاندې کړل، چې دواړه کریکټ لوبغاړي لیواله دي چې پاکستان او هندوستان د یو بل پر مقابل کې دوه اړخېزه لړۍ ژر تر ژره پیل کړي. د یادولو ده چې له تېرو اووه کلونو راهیسې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ دوه اړخېزو لوبو لړۍ نه ده ترسره شوي او نه هم کوم بورډ په دې اړه دلچسپې څرګنده کړې چې دوه اړخېزه لړۍ په لاره واچوي. خو شاهد افریدي پر وینا، که دواړه لوبډلې دوه اخېزه سیالۍ په لار واچوي نو دا به خورا جالبه سیالۍ وي. په ورته حال کې د هند لوبډلې پخوانې لوبغاړي یوراج سینګ د شاهد افریدي خبرو ملاتړ وکړ او وغوښتل چې دواړه لوبډلې دې سره سیالۍ ژر تر ژره پیل کړي.
د یادولو وړ ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د راتلونکې اسیا جام تګ لپاره زړه نا زړه ده. او له کریکټ نړیوالې شورا یې د ځای بدلون غوښتنه کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې