
ګلېن مکسویل یو ځل بیا د سیالیو څخه پاتی شو
د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه او بهترینه الراونډر ګلېن مکسویل، د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو سیالیو څخه بې برخې شو.ګلېن مکسویل چې په شل اوریزه او پنځوس اوریزه سکواډ کې ورته ځای ورکړل شوی و د ژورو ټپونو له امله نشي کولای چې په روان سفر کې د استرالیا کرکټ لوبډلې غړیتوب وکړې.هغه په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي د هډوکو له دردونو نشي کولای چې په دغه سیریز کې ګډون وکړې.مکسویل وایي زه باید جراحي وکړم او ټوله درملنه باید په ښه شکل سره وکړم.زه د

استرالیا له کرکټ بورډ څخه مننه کوم چې ماته یې وخت راکړ.زه غواړم له جسټین لانجر ، بین اولیور ، ټریور هونس او د آسترالیا له ټول ټیم څخه د هغوی د تفاهم لپاره مننه وکړم. د مکسویل نشتون استرالیا ته څخه ګوزار دی ځکه دوی د منځنۍ لیکې تر ټول بریدګر لوبغاړی له لاسه ورکوي.د ګلېن مکسویل ، پرځای ډي ارسې شاټ، لوبډلې ته غوره شوی.استرالیا او سویلي افریقا د همدې میاشتې په ۲۱ ڼېټه د سیریز د پیل لوبه ترسره کوي چې په دغه سفر کې درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې شاملې دي
.ولید (خپلواک)