دلوبغاړو په اړه

که هند مات سو خو راهول ریکارډونه جوړ کړل

۲۰۱۹-۲۰ کلونه ټول د راهول د بیټینګ لپاره کامیاب کلونه وه، ځکه نوموړي دخپلي لوبډلي لپاره په هر حالت کي اسانونکي لوبه کړي. که څه هم هندۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کي وایټ واش سول مګر راهول په نیوزلینډ کي خپله لومړۍ سلیزه ترسره کړل. د هندۍ لوبډلي ۶۲ منډو کي ۳ لوبغاړي سوځیدلي وه چي راهول له شیریاس لیر او منیش پانډي سره په څلورمه او پنځمه ویکټ دسلو دډیرو منډو ملګرتیا وکړه. راهول د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مټ په ۱۱۳ توپونو ۱۱۲ منډي جوړي کړي. د لوکیش راهول ریکارډونه ۱: دراهول سلیزه دهند لوبډلي لپاره په یو ورځنیو لوبو کي دویکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه دوهمه سلیزه ده چي دآسیا دباندي یي ترسره کوي. لومړی لوبغاړی راهول ډرایویډ و چي په ۱۹۹۹ نړیوال جام کي یي دسریلانکا خلاف په ټوونټون کي د ویکټ ساتونکي په توګه ۱۴۵ منډي جوړي کړي وي. ۲: راهول دهندي لوبغاړو په هغه غوره لیست کي شامل سو چي تل دویکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه ښي لوبي کوي. پدي لیست کي راهول ډرایویډ پر څلورم او ایم ایس ډوني پر نهم مقام دي. پدي لیست کي وروستی شامل لوبغاړۍ ۲۰۰۷ کال کي ډوني و چي دانګلنډ خلاف یي یوورځنۍ لوبه کي ۱۳۴ منډي جوړي کړي وي. ۳: لوکیش راهول دیو ورځنیو لوبو ۴ سلیزي په څلورو مختلفو هیوادونو زمبابوي، انګلنډ، هند او نیوزلینډ کي ترسره کړي دي. نوموړی دوهم هندی لوبغاړۍ سو چي خپل څلور سلیزي په څلورو مختلفو هیوادونو کي ترسره کوي. یوراج سینګ لومړی هندی لوبغاړۍ وو چي شپږ سلیزي یي په شپږو مختلفو هیوادونو کي ترسره کړي. نوموړي په بنګله دیش، اسټرالیا، سریلانکا، زمبابوي، هند او پاکستان کي یادي شپږ سلیزي کړي وي. جالبه داده چي راهول پنځه ټیسټ سلیزي هم په مختلفو هیوادونو کي ترسره کړي دي. اجینکي رهاني لومړی هندی لوبغاړۍ دی چي په ټیسټ لوبو کي یي پنځه سلیزي په پنځو مختلفو هیوادونو کي ترسره کړي دي. ۵: راهول پنځم ویکټ ساتونکی توپ وهونکی سو چي په پنځم نمبر دنیوزلینډ خلاف نیوزلینډ کي سلیزه وهي. ادم ګلیرک په ۱۹۹۸ کي ۱۱۸ منډي او ۲۰۰۰ کال کي ۱۲۸ منډي، برډ هیډن ۱۱۰ منډي په ۲۰۱۰ کي، اي بي ډیویلرز ۱۰۶ ناسوځیدلي منډي په ۲۰۱۲ کي او کمار سنګکارا ۱۱۳ ناسوځیدلي منډي په ۲۰۱۵ کي څلور نور هغه توپ وهونکي دي چي د ویکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه دنیوزلینډ خلاف سلیزي جوړوي. ۶: د راهول لخوا ۱۱۲ منډي د نیوزلینډ په خاوره کي دهندي توپ وهونکي په توګه تر ټولو ډیري منډي دي. سوریش رینا په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کي د زمبابوي خلاف ۱۰۳ منډي جوړي کړي وي. ۷: د راهول یادي منډي دپنځم نمبر توپ وهونکي په توګه دکور دباندي دریم تر ټولو ډیري منډي دي. لومړی یوراج سینګ داسټرالیا خلاف د ۲۰۰۴ کال په ایس سي جي کي ۱۳۹ منډي کړي وي او داغه رنګه یووراج دزمبابوی خلاف هم د ۲۰۰۵ کال په هراري کي ۱۲۰ منډي کړي وي. یادي منډي نوموړي د پنځم نمبر توپ وهونکي په توګه کړي وي. ۸: د راهول یادي منډي د ۲۰۱۰ کال راهیسي دهند لپاره دپنځم نمبر توپ وهونکي په توګه دوهم ترټولو ډیري منډي دي. ډوني ۲۰۱۷ کال کي د انګلنډ خلاف ۱۳۴ منډي کړي وي. راهول دوهم هندی توپ وهونکۍ سو چي د پنځم نمبر توپ وهونکي په توګه په یوه سریز کي تر ۲۰۰ ډیري منډي جوړوي. لومړی روحیت شرما وو چي ۲۵۷ منډي یي ۲۰۱۱ کال کي د ویسټ انډیز خلاف ویسټ انډیز کي کړي وي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې