لیګونه

کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې فیلډینګ نوی روزونکی وټاکه

د کلکتې نایټ رایډرز (KKR) لوبډلې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال اي پي ایل سیالیو کې د فیلډینګ لپاره نوی روزونکی وټاکه چې د کلکتې لوبډلې نوی روزنکی د انګلینډ پخوانۍ ویکټ کیپر جیمز فوسټر دی چې ټاکل شوي ده نوموړی به د اي پي ایل سیالیو په ۱۳م پړاو لوبو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د فیلډینګ روزونکي په توګه دنده په غاړه ولري.

د جیمز فوسټر د روزنکي په توګه د ټاکل کېدو خبر د دوشنبې په ورځ د KKR لوبډلې پر ټوېټر اکاونټ خپور شو. فوسټر په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۹ میلادي کالونو کې ۷ ټېسټ، ۱۱ یو ږرځنۍ او ۵ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د کریکټ له ټولو ډولونو څخه تقاعد شو او له ګلیمورګن سره د بیټینګ مشاور په توګه دنده پیل کړه، چې تازه د کلکتې لوبډلې فیلډینګ روزونکی اوس ټاکل شوي دی.
دغه ۳۹ کلن لوبغاړی په بیګ باش (بي بي ایل) لیګ کې د سډنې تندر، د بنګله دیش پریمیر لیګ (بي پي ایل) کې انګلستان او انګلینډ لایینز کې د روزنکي په توګه پاتی شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې