دلوبغاړو په اړه

ډیل سټین غواړي، سوېلي افریقا لپاره شل اورېز نړیوال جام کې ولوبېږي

ډیل سټین هوډ لري، چې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره په راتلونکې شل اورېز نړیوال جام کې د لوبېدو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي هغه د افریقا لوبډلې لپاره په ټېسټ کریکټ کې خورا ښه او مخکښ توپ اچوونکی تمام شوي دی. هغه چې د ټېسټ کریکټ وروسته یې خپل ټول فکر او پام لنډ فارمیټ (شل اورېزو) لوبو ته اړولی دی او غواړي راتلونکي ۲۰۲۰ کال شل اورېز جام کې دسوېلي افریقا لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي. نوموړي د مارچ میاشتې راهیسې نړیوال کریکټ نه دی لوبولی. مګر هغه په راتلونکې شل اورېز جام کې د لوبېدو خوبونه ګوري او هوډ لري چې په راتلونکې شل اورېز جام کې د سوېلي افریقا لپاره ولوبېږي.

هېره دې نه وې چې ډیل سټین په اګست میاشت کې له ټېسټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړ او ویې ویل، چې هغه به خپل ټول فکر او انرژي لنډ فارمټ ته وقف کړي. مګر په ورته وخت کې نوموړی د انګلینډ پر وړاندې په درې یو ورځینو لوبو کې نه وه غوره شوي کوم چې د یکشنبې په ورځ پایته ورسیده. سټین څرګنده کړله چې هغه له دې کبله نه وه لوبیدلی ځکه، هغه خپل تمرکز ۲۰ اورېزو لوبو ته محدود کړی دی.
سټین پر وینا چې هغه غواړي په راتلونکو میاشتو کې په پاکستان او هند کې په شل اورېزو سیالیو کې برخه واخلي. ډیل سټین تمه لري، چې د سوېلي افریقا لپاره ښه تمام شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې