دلوبغاړو په اړه

ډيوېډ وارنر اشاره وکړه چې ۲۰ اورېز کریکټ پرېږدي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی او لوی هیټر ډویوېډ ورانر تېره ورځ ۲۰ اورېز کریکټ ته په اشارې سره وویل، چې غواړي راتلونکې څو کلونو کې د ۲۰ اورېز کریکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړي. وارنر چې د دوشنبې په ورځ یې د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه او د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د کال غوره لوبغاړی ونومول شو هغه همدغه راز د اسټرالیا لپاره د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

ډویوېډ وارنر پر وینا، چې دا به خورا سخته پریکړه وي چې له شل اورېز کریکټ څخه تقاعد اعلان کړم، خو مګر راتلونکي څو کلونو کې به له شل اورېز کریکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړم. او ځوانو لوبغاړو ته به د لوبېدو چانس ورکړم. ډویوېډ وارنر د خبرو پر مهال وویل، چې د هندۍ لوبډلې پخوانې د پیل توپ وهوونکي ورېندر سهواګ سره خبرې یې کړي، تر څو نوموړی د درې واړو فارمیټونو لوبولو ستړیا درک کړي. هغه همدغه راز د اي بي ډویلیزر سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.
ډویوېد وارنر څرګنده کړه، چې هغه د خپلې کورنۍ سره یو ځای خوښ دی. او پر وینا یې دوامداره سفر خورا ستونزمن کار دی چې له کورنیو غړو څخه لرې واوسې. نوموړي وړاندې هم په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کال کې د اسټرالیا غوره جایزې ګټلې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې