نړیوال کریکټ

ویرات کوهلي خپلو بالرانو ته غوصه دی!

ویرات کولي چې له خپلو بالرانو نا امیده ښکاریده، ویې ویل چې: هندوستان بالرانو په شل اوریزه لوبو کې غوره کارکردګي وکړه خو په یو ورځینیو لوبو کې دلته د پنځو ویکټو ماتې پدې معنی وه چې د هندوستان د بالرانو نیمګړتیا وه! هندوستان نیوزلنډ ته په شل اوریز سریز کې 3-0 ماته ورکړه چې په مقابل کې یې په یو ورځینیو لوبو کې 3-0 له نیوزلنډ څخه ماته وخوړه!
  لوبې هغومره خرابې نه وې لکه څنګه چې تمه کیده. کهولي وايي: دا هغه چانسونو ته وده ورکول دي چې موږ یې لاسته نه راوړو. زه فکر نه کوم چې په نړیوال کرکټ کې د لوبو ګټل موږ ته مهم ندي، کوهلي د لوبې نه وروسته پریزنټشن کې وویل،” د بال سره ، موږ بریالي نشو چې ځان خپل مطلب ته ورسوو، موږ په میدان کې هیڅ ښه نه وو. بیټسمینانو دومره خرابه لوبه نده کړې، خو کله چې د بالرانو ځای شو نو موږ خراب شوو! د ویرات کوهلي دا خبرې هغه وخت کېږي چې د هندي بالرانو بې کفایتي له دې حقیقت څخه معلومیږي چې د ټیم تیز بالر جسپریت بومره پرته له ویکټ اخیستلو سیریز بشپړ کړ او هیڅ ویکټ یې وانخیسته! د هندوستان کپتان ویرات کوهلي د نیوزیلینډ د بایلینګ کولو له امله ستاینه وکړه. ده وویل: “نیوزیلینډ خورا ډیر شدت سره لوبه وکړه.” کوهلي د راروانې ټیسټ لوبې په اړه وویل: موږ واقعی متوازن ټیسټ ټیم لرو او موږ احساس کوو چې موږ دلته سیریز ګټلی شو، مګر موږ اړتیا لرو چې سم ذهنیت سره لوبې  ته لاړ شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې