نړیوال کریکټ

وسیم خان وایي پاکستان د بنګله دېش وروسته سویلي افریقا لوبډلې ته د شل اوریزه لوبو بلنه ورکړی

د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې په کور دننه سیریزونه د نړیوالو لوبډلو سره وکړې اوس په خپلو هڅو کې تر ډېره بریده کامیاب ځکه لیدل کیږي چې ځنې لوبډلې پاکستان ته په راتګ کې هیڅ ستونزه نه لري.د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس،وسیم خان ،وویل.مونږ له سویلي افریقا کرکټ بورډ سره خبرې کړې او زمونږ غوښتنه یې منلی ده.هغه زیاتوي سیالۍ به لنډ مهاله وي دا خبره مونږ سره افریقا کرکټ بورډ منلی د پاکستان د پی ایس ایل، څخه دوه ورخي وروسته به دغه شل اوریزه سیریز تر سره شي. پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوس په خپل کور کې د بنګله دېش هیواد سره په ټیسټ لوبه بوخته ده.

وسیم خان وایي اوس پاکستان کې امنیت زیات دی هره لوبډله کولای شي چې په ازاد ډول دغي هیواد ته د سیالیو لپاره راشي.دا ځل د پاکستان کورنی تجارتي لیګ پي ایس ایل هم په پاکستان کې ترسره کیږي.په ۲۰۰۹ م کال کې آی سي سي یا دکرکټ نړیوالې شورا پر پاکستان کرکټ بورډ بندیز ولګوه چې کومه بهرنۍ لوبډله به د لوبو کولو لپاره پاکستان ته نه ورځي ځکه په ۲۰۰۹ م کال کې د سریلاکا کرکټ پر ملي لوبډله یو تروریستي برید ترسره شوی و.

ولید (خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې