نړیوال کریکټ

نیپال پر امریکا ریکارډ جوړ کړ.

د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د اوو دوهمه درجه هیوادونو ترمنځ لیګ ټو یو ورځنۍ لوبي په نیپال کي رواني دي چي دیادو لوبو په دوام نن ریکارډ جوړونکي لوبه ترسره سول. پدي لوبه کي دلوبي پچه نیپال وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړه. چي امریکا په ۱۲ اورونو کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۳۵ منډي جوړي کړي. دامریکا لپاره مارشال ۱۶ منډي جوړي کړي نور ټول لوبغاړي له څلورو څخه په کمو منډو وسوځیدل. او نیپال ته تجربه لرونکي کرار توپ اچونکي سندیپ لامیچاني په ۶ اورونو کي ۱۶ منډي ورکړي او ۶ امریکایي لوبغاړي یي وسوځول او داغه رنګه سوشان باري هم ۴ لوبغاړي وسوځول. د یاد هدف په تعقیب نیپال تیزه لوبه وکړه خو دپیل لوبغاړي یي په یوه او صفر منډو دلاسه ورکړه خو پاته دوو لوبغاړو لوبه تیزه کړه چي په ۵،۲ اورونو کي یي د دوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۳۶ منډي جوړي او لوبه یي په اتو ویکټو او ۲۶۸ توپونو وګټل. نیپال ته خدکا او دیپندرا سنګ په ترتیب سره ۲۰ او ۱۵ ناسوځيدلي منډي جوړي کړي. امریکا ته کینجیجي دوه نیپالي لوبغاړي وسوځول. ددي ریکارډ مخکي زمبابوي د سریلانکا خلاف په ۲۰۰۴ کال کي په ۳۵ منډو سوځیدلي وه. او په دوهم مقال نیپال سو چي یوورځنیو لوبو کي په کمو منډو کي اوټیږي. پدي لیست کي دامریکا وروسته کاناډا ۳۶، زمبابوي ۳۸، سریلانکا او پاکستان ۴۳ منډو کي سوځیدلي. پدي لېګ ټو لوبو کي عمان لومړی دی چي لسو لوبو څخه یي اته ګټلي او دوه یي بایللي او امریکا، سکاټلنډ، نامیبیا، عمارات، نیپال او پاپونیو ګیني په ترتیب سره نورو مقامونو کي دي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې