افغانستان کریکټ

د خوست کرکټ لوبغالي په هکله اړین معلومات؛

په خوست کې د کرکټ لوبغالي ودانیزه پروژه بشپړ شوه
د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د کرکټ ودانیزه پروژه چې په افغانستان کې د جرمني سفارت لخوا پرې پانګونه شوې وه او د مخدره موادو پر ضد وزارت لخوا یې نقشه طرحه شوې وه، بشپړ شو. د کرکټ دغه معیاري او مډرن سټیډیوم به نړیوالو ته د افغانستان غوره انځور منعکس کړي. د خوست کرکټ لوبغالی چې د کرکټ نړیوالې شورا له معیار سره طرحه شوی!

د کرکټ یو مینه وال او سپورتي خبریال نصرت تسل وویل، موږ ډیر خوښ یو او د افغانستان کرکټ بورډ او په افغانستان کې د جرمني سفارت څخه منندوی یو چې په خوست کې یې زموږ لپاره د کرکټ معیاري لوبغالی ورغاوه. په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره یو ځل بیا په افغانستان کې د جرمني سفارت، مخدره موادو پر ضد وزارت، د خوست ولایت مقام او ټولو اړوندو همکارانو څخه مننه کوي چی د کرکټ بورډ سره یی پدې برخه کې پوره مرسته وکړه.

د کرکټ دغه معیاري او مډرن سټیډیوم به نړیوالو ته د افغانستان غوره انځور منعکس کړي. د خوست کرکټ لوبغالی چې د کرکټ نړیوالې شورا له معیار سره طرحه شوی، د نندارچیانو لپاره درې منزله احاطه لري، چې اوس مهال یې یو پوړ د نندارچیانو لپاره اماده شوی دی او په دوهم کار روان دی. هیره دې نه وي چې د لوبغالي ترڅنګ په همدې لوبغالي کې د کرکټ روزنیزه اکاډمي هم رغول شوې ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې