نړیوال کریکټ

دنړۍ ترټولو لوي لوبغالۍ پرانسته به ډونالډ ټرمپ کوي

په احمد آباد کي دموتیرا لوبغالۍ چي د سردار والبهاي په نوم نومول سوی. یاد لوبغالۍ به دنړۍ لوي ترینه لوبغالۍ وي چي ۱،۱۰ لکه خلګو ځایيدو ظرفیت به ولري. مخکنی موتیرا لوبغالۍ چي ۵۳۰۰۰ خلګ یی ځایول په ۲۰۱۵ کال کي له منځه ولاړ اوپر ځاي یي د هند دلومړي وزیر شري نریندرا داموندر مودي له لوري د یاد لوبغالي کار پیل سو. نوی لوبغالۍ دتیرو څو میاشتو راهیسي د خبرونو دسر ټکۍ دی او یادو خبرونو ته په کتلو به دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هند ته دسفر په جریان کي کوم چي دفبروري په ۲۴ او ۲۵ اټکل سوی دیاد لوبغالي پرانسته هم وکړي. داسي انګیرل کیږي چي دواړه مشران به د یاد لوبغالي څخه بیا بیا لیدني کوي چیري چي میلیون خلګ ځاییږي. ټرمپ له خبریالانو سره ټوکه وکړه چي دی ښه احساس نکوی چي له ۴۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ زره خلګو سره لیدني کوي. ټرمپ وویل ” هغه (مودي) وویل چي دلته به په میلیونونو خلګ وي او زما ستونزه داده چي ما تیره شپه له ۴۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ خلګو سره ولیدل زه ښه احساس نلرم هلته به له هوایي ډګره تر لوبغالي له پنځو څخه تر اوو میلیونو خلګ وي. همداراز ټرمپ زیاته کړه “او تاسو پوهیږئ داد نړۍ ترټولو لوی لوبغالی دی. هغه (مودي) همدا اوس جوړوي، دا تقریبا بشپړ دی او دا په نړۍ کې ترټولو لوي لوبغالۍ دی”. یاد لوبغالۍ په ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو جوړسوی چي له میلبورن کرکټ لوبغالۍ څخه هم لوي دی. په یاد لوبغالي کي به نه یواځي کرکټ لوبه کیږي بلکي نورو لوبو ته هم ځانګړی سوی لکه فوټبال، هاکي، باسکټبال، کبډي، باکسنګ، لاون ټینس، اتلیتیک ټریک، سکواش، بلیارډز، بډمنټون او آوبازي. په ورته وخت کي به داحمد آباد خلګ له ټرمپ سره هم وویني او د یاد لوبغالي په افتتاح سره به ګټه هم ترلاسه کړي. دسړکونو ترڅنګ به له هوایي ډګره تر موتیرا لوبغالي لاره په ۱،۵ میلیونو ګلانو سره ښکلي سي. دهند کرکټ بورډ پلان درلود چي دپرانستي پر وخت په یاد لوبغالي کي د آسیا یوولس کسیزي او نړۍ یوولس کسیزه لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کړي مګر دکار دځنډ له امله یاد پلان تغیر سو کیداي سي لومړۍ لوبه په اپریل یا می کي ترسره سي.
راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې