ولایتي سیالۍ

په خوست کې د رسنیو تر مینځ سیالیو پنځم پړاو پیلیږي

د خوست د سیمه ایزو رسنیو ترمنځ د کریکټ رسنیز جام سیالۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیلیږي٬ د دغه لوبو څخه موخه د رسنیو ترمنځ همغږي او یووالی دی.لوبې به د ماسپیښین لخوا د خوست پر شخصي جهادسنګین کریکټ لوبغالي ترسره کیږي. دغه سیالی د رسنیو په خپل مینځ کې د همغږی په موخه جوړیږي، چې هر کال په خوست ولایت کې د (رسنیز کپ سیالیو) تر سرلیک لاندې د کرکټ سیالی دایریږي! دغه سیالۍ چې د خوست د رسنیو استازو له خوا جوړېږي، زیاتره لوبډلې یې محلي او ملي رسنۍ تمویلوي. د خوست د رسنیو استازي وایي چې د سیالیو له جوړلو څخه یې موخه بهرنیو د رسنیو او ځوانانو تر مینځ یووالی او دوی ته د خپل هیواد د معنوي ارزښتونو په اړه معلوماتي پیغامونه ورکول دي.

دوی وایي: (مقصد مو دا دی چې د ورزش له لارې خلکو ته پیغام ورکړو او ځوانان دې ته وهڅوو، چې خپل وطن جوړ کړي او د خپل وطن لپاره په دې حساسو شرایطو کې کار وکړي، ځکه همدا ځوانان دي، چې هیواد به د دوی پر مټو ابادېږي.)
دوی وایې، چې له دې لارې به د ځوانانو ترمنځ شته ناوړه سیمه ییزې عقدې له مینځه لاړې شې.
د کرکټ دغه سیالۍ به د شنبې پر ورځ پیل شی او شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي، چې د ولایت په کچه پکې دوه لس لوبډلې برخه لري. د ټورنمنټ لومړۍ لوبه د ولس غږ راډیو او سولې پیغام راډيو تر منځ تر سره کیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې