دلوبغاړو په اړه

پر شفیق الله شفق بندیز ولګید!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شفیق الله شفق باندې د کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې  قانون څخه د سرغړونې له امله تر نا معلومې نیټې پورې بندیز ولګید! د نومړي دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پر مهال او همدارنګه د یوې بلې دوسیې له مخې ثبت شوي دي، چې نوموړی پکې تورن ثابت شوی دی! شفیق الله شفق ته له نن ورځې وروسته ۱۴ ورځې وخت ورکړل شوی چې پر ده لګیدلو تورونو ته ځواب ووايي. نومړی تورن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد مخنیوي قانون د لاندې مادې څخه د لوبې کولو پر مهال یې سرغړونه کړي ده: د کرکټ بورډ د جزا د قانون له مخې په 4-4-2 ماده کې یادونه شوي: ”د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې له دریو اړخونو یا افرادو له خوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کیدو موافقه غوښتل کیږي!“ د کرکټ بورډ د خبر له مخې د فساد ضد څانګه تر اوسه د شفیق الله شفق د یادې موضوع په تړاو نور معلومات نه ورکوي! د یادونې وړ ده چې شفیق الله شفق تر اوسه ددې موضوع په تړاو څه ندي ویلي!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې