نړیوال کریکټ

وسیم خان: سویلي افریقا لیواله ده پاکستان ته راسي

دپاکستان دکرکټ بورډ مشر وسیم خان وایي چي بورډ یي دسویلي افریقا له بورډ سره په خبرو بوخت دی ترڅو راتلونکي میاشت په پاکستان کي شل اوریزي لوبي ترسره کړي. وروسته دیوي لسیزي په عماراتو کي دلوبو کولو پاکستان اوس پدي توانیدلی ترڅو نړیوال کرکټ کورته راوړي او اوس یي لویو لوبډلو ته دبلني لپاره ټول احتمالي اقدامات کړي دي. د ۲۰۰۹ کال په ډيسمبر کي کله چي سریلانکا دټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته تللي وه، هلته ددوي پر بس وسلوال برید وسو. له هغي وروسته په پاکستان دننه دلوبو بندیز ولګید. دتیر کال په اکټوبر کي یو ځل بیا پاکستان سریلانکا ته دشل اوریزو، یو ورځنیو او په ډیسمبر کي دوو ټیسټ لوبو لپاره بلنه ورکړي وه. اوس مهال پاکستانۍ لوبډله پاکستان کي دبنګله دیش سره لوبي لري چي دشل اوریزو لوبو سریز پاکستان وګاټه او په راولپنډۍ کي د دوو ټیسټ لوبو څخه یي پرون لومړۍ لوبه هم پاکستان وګټل. داټوله دپرمختګ نښي دي. وسیم خان زیاته کړه چي دوي به ډیر ژر له سویلي افریقا سره دشل اوریزو لوبو لنډ سریز ولري. سویلي افریقا به راتلونکي میاشت په هند کي له هندۍ لوبډلي سره دیو ورځنیو لوبو سریز ولري کوم چي د مارچ په ۱۸مه پایته رسیږي او پاکستان هیله لري چي د مارچ په ۲۴مه دپاکستان سوپر لېګ دوه ورځي وروسته به له دوي سره دشل اوریزو لوبو سریز ترسره کړي. وسیم خان وویل: ” موږ له سویلي افریقا سره خبرو اترو کي یو ترڅو پاکستان ته راسي، دوي له موږ سره لاسلیک کړی او لیواله دي چي په پاکستان کي دکرکټ ملاتړ وکړي. دوي به دمارچ ۱۸مه له هند سره سریز پایته رسوي او پي ایس ایل به په ۲۲مه دمارچ پایته رسیږي، نو موږ هیله لرو ترڅو لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۲۴مه ترسره کړو”. وسیم خان یادي څرګندوني د پاکستاني خبریال ساج صدیق په ټویټ کي کړي.

راپور:نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې