نړیوال کریکټ

سوفي ډیوین لومړنې کریکټره شوه چې پنځه ځلې پرله پسې توګه یې ۵۰ منډي وکړي

د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لوبډلمشرې سوفي ډویوین لومړنې کریکټره وشمېرل شوه، چې په ۲۰ اورېزو سیالیو کې یې په پرله پسې توګه ۵۰ منډي وکړي سوفي ډویوین دغه مقام د دوشنبې په ورځ د سوېلي افریقا خلاف ترلاسه کړ. هغې د سیالې لوبډلې (سوېلي افریقا) خلاف ۱۰۵ منډي وکړي او همدغه راز یې د سوېلي افریقا پر وړاندې په ۶۹ منډو بریا ترلاسه کړله.

۳۰ کلنې سوفي ډویوین په فبرورۍ میاشت کې د هندۍ لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې ۷۲ ستر منډې جوړې کړې وې. او د سوېلي افریقا پر وړاندې یې بیا ۵۴ او همدغه راز په ترتیب سره یې ۶۱ او ۷۷ ناسوځيدلې منډي جوړې کړې. د یادونې وړ ده نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې د پنځو لوبو لړۍ کې د 3-1 بریا ترلاسه کړې، چې وروستۍ لوبه به یې پنجشنبه په ډونیډین کې ترسره شي.
وروستۍ سیالۍ به د بټس او کیټي مارتین لپاره خورا ځانګړي وي، ځکه چې دوی به په لومړي ځل په کور دننه خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې