نړیوال کریکټ

زمبابوې لوبډلمشر یوازېنۍ ټېسټ لوبه له لاسه ورکړه

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر شان ولیمیز د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ د خپل ماشوم د زېږون له کبله له لاسه ورکړه. د هغه په نشتون کې به مینځني آرډر توپ وهوونکی کریګ ایرواین د پنځلس کسیزې لوبډلې لوبډلمشرې پر غاړه ولري.

همدغه راز د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی ټینډا چیتارا هم د ټپ له امله نه شې کولی، چې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې ګډون وکړي او ښایې په لوبډله کې یې پر ځای کریسټوفر مفوو چې تېز بالر دی شامل کړای شې. کریسټوفر مفوو په کورنې کریکټ کې ښه ځلیدلی دی نو له همدې امله د چیټارا پر ځای په لوبډله کې به د تېز بالر تشه ډکه کړي. ټاکل شوې ده زمبابوې کریکټ ملي لوبډله به د جمعې په ورځ ډهاکه ښار ته ولاړه شي او د بنګله دېش کریکټ بورډ الیون سره به دوه ورځنۍ تمریناتي لوبو کې ګډون وکړي. ټېسټ لوبه به په ډهاکه کې، د فبرورۍ په ۲۲ مه نیټه پیل شي.
د زیمبابوې ټېسټ لوبډله: سکندر رضا ، ریګیس چکباوا (ویکټ کیپر) ، کریګ ایرواین (لوبډلمشر) ، کیون کاسوزا ، ټیمیسن ماروما ، شهزاده مسواور ، کریسټوفر مفوو ، بریان مدنگینیما ، کارل ممبا ، ټینټینډا مټومبوډیزي ، آینسلي ناډلو ، ویکتورانیا ټی تیریپانو ، چارلټن ټشوما.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې