دلوبغاړو په اړه

د حمید حسن تازه څرګندونې د خپل کرکټ په هکله

حمید حسن چې د افغانستان کرکټ لوبډلې له لومړنیو او بنیاد ایښودونکو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي، چې کابو شپږ کاله له ملي لوبډلې سره نه و! د افغانستان کرکټ تیز توپ اچوونکی حمید حسن وايي: دې ته اماده دی چې راتلونکي شل اوریز نړیوال جام او ایشیا کپ کې ولوبیږي! حمید حسن د خپل صحت په باره کې وویل: ”زه اوس مهال په بشپړه توګه صحتمند یم او دې ته اماده یم چې له ملي لوبډلې سره یو ځای شم.“ حمید حسن له نن څخه پوره شپږ کاله پخوا د متحده عربی اماراتو په شارجه ښار کې له پاکستان سره د لوبې پر مهال شدید زخمي شو، چې تر دریو کالونو پورې له هر ډول کرکټ څخه محروم شو! خو د تیر ۲۰۱۹ پنځوس اوریز نړیوال جام کې ولوبیده. حمید حسن په یوه مرکه ویلي وو: ”د پاکستان سره مې لوبه یو لوی ارمان و چې له نیکه مرغه دغه ارمان مې پوره شو“
حمید حسن په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې هم د پاکستان سره په سیالی کې زخمي او له لوبې وایستل شو! اوس حمید حسن په تازه څرګندونو کې ویلي: ”زه پوره اماده یم چې راتلونکی شل اوریز نړیوال جام او ایشیا کپ ولوبوم، خو له هغې وروسته له هر ډول کرکټ سره خدای په اماني کوم او خپل ځای نویو ځوانانو ته پریږدم“

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې