نړیوال کریکټ

د اسټرالیا کریکټ لوبغاړو د کال غوره لوبغاړو جایزې واخیستې

د اسټرالیا کریکټ بورډ د کال غوره لوبغاړو جایزې اعلان کړي. چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لپاره په تېر کال کې خورا ښه تمام شوي وه. د جایزو د ویش لړۍ د غوره لوبغاړو په جایزه پیل شوه چې د غوره لوبغاړي جایزه آرون فنچ او الیسټا هیلي ته ورکړل شوه. همدغه راز ټیلا والیمینک او ویس ایګر په ترتیب سره د بیټي ولسن او بریډمن ځوان کریکټر په توګه د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

همدا شان د آسټرالیا د ښځینه کریکټ ټیم آلراونډرې ایلیس پیری د بلینډا کلارک جایزه ترلاسه کړه. پداسې حال کې چې د نارینه وو کریکټ ټیم څخه اسټرالیایي اوپنر توپ وهوونکي ډیویډ وارنر د ایلان سرحدي جایزه واخیسته. دلته به د نورو لوبغاړو د جایزو ګټونکو لیست تاسې سره شریک کړو:
د کال یوه نارینه لوبغاړی هارون فېنچ، د کال یوه ښځینه نړیواله لوبغاړې الیسیسا هیلي، د کال نارینه ټېسټ لوبغاړی ماریون لیبشوګین، د کال نړیوال شل اورېز لوبغاړی ډیویډ وارنر. د یادولو ده چې د کال نارینه کورني لوبغاړي جایزه شان مارش ترلاسه کړه او د ټولنې اتلولي جایزه کورین هال واخیسته او همدغه راز د کال کورني ښځینه لوبغاړې جایزه بیا مولي سټرانو ترلاسه کړله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې