دلوبغاړو په اړه

دغه ۵ هندې لوبغاړي ممکن ۲۰۲۰ م کال کې تقاعد اعلان کړي

د هندوستان کریکټ ملي لوبډله چې د شل اورېزو لوبو ترڅنګ په دوه نورو فارمټونو کې ښه فعالیت پیل کړی دی. او هندۍ لوبډله دا مهال په هر فارمیټ کې جلا جلا ښه لوبغاړي لري د تېزو بالرانو ترڅنګ دوی ښه او پیاوړي اسپینران هم لري. خو مګر د هندې لوبډلې په منځ کې هغه لوبغاړي شتون لري چې د یو څه مودې راهیسې یې له کریکټ لوبې څخه لیرې پاتې شوي دي. د ویکا هندې وېبپاڼي راپور ورکړی دی چې ممکن دغه پنځه لوبغاړي ژر تر ژره له هندۍ لوبډلې څخه په ۲۰۲۰ کال کې مخښه واخلي. لیکنه تر پای پورې ولولئ!
پارتیو پتیل چې د هند کریکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی توپ وهوونکی او ویکټ ساتوونکی دی. هغه خپله وروستۍ لوبه د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ۲۰۱۹ م کال کې ترسره کړې وه او له هغې وروسته په هندۍ لوبډله کې نوموړی نه دی اخیستل شوي او له هند کریکټ ملي لوبډلې څخه بهر پاتې شوي دی. پارتیو پتیل په هند غوره لیګ کې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی دی. نوموړی د کریکټ ترڅنګ یو ښه مبصر د کریکټ هم دی. او ممکن ۲۰۲۰ میلادي کال کې خپل تقاعد اعلان کړي. دویم، عرفان پټان چې د هند کریکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی الراونډر دی خو پټان په دې وروستیو کې د هندۍ لوبډلې څخه لرې پاتې شوې دی. عرفان پټان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوال جام وګټه او په وروستې ځل یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د سریلانکا خلاف د هندۍ لوبډلې لپاره لوبه وکړه. پټان په هند کې د سټار سپورټ تلویزون سره د مبصر په توګه کار کوي. نو تمه کیږي چې هغه به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې خپله تقاعد اعلان کړي. دریم، یوسف پټان چې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د پاکستان پر وړاندې هند لپاره وروستۍ سیالۍ ترسره کړله او له هغې وروسته یوسف پټان بیا په هندۍ لوبډله کې ونه لوبېد. په داسې حال کې چې هغه په هند غوره لیګ کې خورا ښه فعالیت ترسره کوه مګر، په ۲۰۱۹ کال اي پي ایل سیالیو کې د هغه کمزوری فعالیت د دې لامل شو چې د سنرایزر حېدراباد لوبډلې خوشې کړ. نو اټکل شته دی چې هغه به ۲۰۲۰ کال کې د کریکټ لوبو څخه خپله تقاعد اعلان کړي. څلورم، هربجن سینګ چې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر دی. مګر د هغو لوبغاړو په لیست کې شامل دی چې له تیرو څو کلونو راهیسې له ملي لوبډلې څخه بهر دي خو تراوسه یې تقاعد نه دی اعلان کړی. هربجن سینګ د ۲۰۱۵ کال راهیسې هېڅ کومه لوبه د هندۍ لوبډلې لپاره نه ده ترسره کړې خو اوس مهال هغه په آي پي ایل لوبو کې د چینای سوپر کېنګز یو له اصلي سپنرانو څخه دی. هغه په تجربه سره په آي پي ایل سیالیو کې په دوامداره توګه بریالی او ښه فعالیت ترسره کوي. هندۍ لوبډلې ته د ۳۹ کلن هربجن بیرته راستنیدل اوس امکان نلري، نو امکان شته چې هغه په ۲۰۲۰ کې خپله تقاعد اعلان کړي. پنځم، اېم اېس ډوهني تقاعد چې د ملیونونو زړه ټکول دي. اېم اېس ډوهني د جولای په میاشت کې د آي سي سي نړیوال جام نیمه پای لوبې کې د لوبو راهیسې د ټیم هند څخه لرې پاتې شوې دی. په پیل کې ، هغه د ۲ میاشتو رخصت اعلان کړ. مګر حتی د وقفې وروسته ، هغه ټیم ته راستون نشو. هغه د سوېلي افریقا ، بنګله دېش او وېسټ انډېز خلاف کورني سیریز څخه لرې پاتې شوې وه. پر هر حال په ورته وخت کې هغه به په ۲۰۲۰ کال اي پي ایل سیالیو کې د چینای لوبډلې لپاره ولوبېږي او د چینای لوبډلې لوبډلمشرې به هم ډوهني پر غاړه وي. نو امکان لري چې هغه له اي پي ایل سیالیو وروسته له نړیوال کریکټ څخه تقاعد اعلان کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې